عبیدتنویر.
دبګرام له امریکايي تعذیبخاني څخه په دې ورستیومیاشتوکې څه باندې شپږنیم سوه تنه افغانان دهغه کمیسون له لوري چې دکابل رژیم دبګرام دزندانیانو ددوسیوڅیړلولپاره ټاکلی وو بې جرمه ثابت اودخلاصون وړ یې وبلل، خو وړاندې تردې چې امریکایان په دغه عمل اعتراض وکړي ، دکابل اجیرپارلمان دامریکایانوله ناولوپنجوڅخه دمظلوموافغانانوپه خلاصون کلکې نیوکي وکړي چې دبګرام زندانیان ددوې په فکر مجرمین دي اوبایدپه دومره اسانی سره خوشي نشي
!
امریکایان که دبګرام له تعذیخاني څخه دافغانانوپه خلاصون اعتراض کوي اومخ نیوی یې کوي ، لاملونه یې څرګنداوبرالادي ، چې دوی دتیرو۱۳ کلونوپه اوږدوکې نیږدې دوه میلونه بې وسه اوبې دفاع افغانان په ډیرې بیدردی له خپل اهل عیال څخه په توره شپه کې راجلا اودبګرام په تعذیخانه کې یې څوکاله درنې شکنجي ورکړي ، خوپه یوه افغان یې هم هغه تورونه ثابت نشوکړای دکوم څه له امله یې چې نیولي وو؛ نوپه دغسي یوه شرمنده اورسواحالت کې امریکایان اړدي چې خپل دغه صریح جنایتونه اووحشتونه پټ کړي اوهغه لړۍ ځای پرځای ودروي چې ددوسییو دڅیړلوپه مهال دمظلوموافغانانومظلومیت ښکاره کیږي اوخلاصون ته یې لاربرابریږي .
دکابل ولسمشر! هم ورسته له هغه چې امریکایانودبګرام په ازادوشووافغانانو اعتراض اودباو واردکړ، ددې پرځای چې دخپل استول شوي کمیسون په صلاحیت اوکارکردګی اعتمادوکړي اوترینه دفاع وکړي، ځای پرځای یې دکمیسون اجرأت ودرول !!/
یعني دکابل رژیم اواجیرپارلمان دافغانانودخلاصون په موضوع کې ددې لپاره چې په امریکایانونیوکه وکړي چې ولې ددوی په داخلي مسایلوکې مداخله کوي اوپه کارکې یې خنډجوړیږي، برعکس یې خپله نوکري یوځل بیا په رسمي بڼه به اثبات ورسوله چې که څه هم امریکایانودبګرام دزندان چاري سپارلي ، خوپه حقیقت تردوغوږوپورې په امریکايي غلامی کې ډوب اوغرق دي اوددې اجازه نلري چې خپله افغانان په خپله خاوره کې له درنو شکنجوتیرولو اودیوه صادرشوي په اصطلاح فرمان ورسته هم ازادکړي .
دچاروزیاتره کاروپوهان په دې باوري دي چې امریکایان لدې امله دبګرام تعذیبخانه تړل نه غواړي اودجنایتونولړۍ درولوته اماده ندي چې دوی دبګرام دزندانیانولپاره هیڅ قانوني مجوز نلري ، ځکه که یوځل دهغوی دوسیی په بې طرفانه ډول وڅیړل شي ، نودبندیانومظلومیت لکه لمرغوندي ښکاره ګرځي ، نوپه دغسي یوحالت کې دامریکاکثیفه څیره بربنډیږي اوداپوښتنه ورته متوجه کیږي چې ولې دومره افغانان پرته له کوم دلیل اوجرم څخه امریکایانوپه زندان اوتعذیب کې داوږدي مودي لپاره ساتلي وو؟
کاروپوهان وايي چې د امريکايي پوځيانو له خوا اوه کاله په بګرام زندان کې د بې ګناه افغانانو ساتنه له حقوقي اړخه توقيف نه، بلکې اختطاف بلل کیږي، له همدې امله بایدامريکايي ځواکونه له بګرام زندان څخه د خوشې شوو شاوخوا ٦٥٠ بې ګناه افغانانو د بند تېره شوې اووه کلنه موده جبران کړي او زيانمنو شوو ته تاوان ورکړي.
له بل لوري امریکایان اواجیران یې ښايي لدې امله هم د٦٥٠ تنو افغانانوپه ازادیدو ناراضه اوپه ژوره اندیښنه کې لویدلي وي چې د بګرام د زندانيانو د دوسيو د څېړنې کمېټه، زندانيان، د بشري حقونو سازمانونه او مدافع وکيلان له دې خبرې پرده پورته کوي چې امريکا د افغانستان، امريکا او نړۍ د ټولو قوانينو خلاف لا هم په بګرام کې پټ (تور زندان) لري. تور زندان؛ له ټولو انساني ارزښتونو، قوانينو او بشري حقونو لرې د امريکايي وحشت ازموينځاى دى، چې په کې افغان انسانان د وحشتونو لپاره د ازمېيښت توکو په توګه کارول کېږي.
امریکایانواوداخلي ګوډاګیانواوس سختې هڅې پیل کړي ترڅودتورزندان اونورووحشي کړنوپه مخ کثیف پرده همداسې خوره وساتي ، اووړاندې تردې چې ازادشوي افغانان دتورزندان اونورووحشي امریکايي کړنوداستانونه بیان کړي ، دوی دعامه ذهنیت دمصروفولو اومختل ساتلولپاره بیرته دمظلومواسیرانودخلاصون په لړۍ اعتراضونه کوي اوهغوی خطرناک انسانان بولي !!
خوالله تعالی اوس هغه حالت راوستی چې داستعماردغه ټولې تعذیبخاني به یوه په بله پسي رسوااوراڅرګندیږي اوهغه اتل افغانان چې داسلام اوغیرت په جرم امریکايي طاغوت دداخلي جاسوسانوپه مرسته نیولي وو په فاتحانه ډول ازادیږي اوپرمخ کې به یې پراته خنډونه اوتوطیی له کاره غورځي اوپه همدې ډول به حق په باطل غلبه پیداکوي ( انشاالله تعالی )
افغانستان